د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ملي نیوز ته ویلي، ټاکل شوې د اسلامي امارت مرکچي پلاوی نن (چهارشنبه، د لړم ۱۴مه) له پاکستاني پلاوي سره د مذاکراتو په موخه ترکیې ته لاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو سبا (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) په ترکیه کې پیلېږي.
په دې مذاکراتو کې د افغان پلاوي مشري د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایایسای) رییس عاصم ملک په غاړه لري.

