د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له والي محمد شعیب رسالت او د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د ټاکل شویو کمېټو له مسوولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند په بېلابېلو برخو کې د ټاکل شویو کمېټو له مسوولینو څخه د دوی اړوندو برخو کې د ترسره شویو کړنو راپورونو غوښتنه کړې ده.
د یادو کمېټو مسوولینو په خپلو راپورونو کې ویلي، تر دې مهاله یې د زلزلې له امله ټولو زیانمنو شویو هېوادوالو ته لومړني خوراکي توکي، درمل، البسه، کیږدۍ او د سرپناه اړین توکي رسولي دي.
دوی زیاته کړې، د سطحي ټپيانو بېړنۍ درملنه شوې او هغوی چې اوږدې درملنې ته اړتیا لري، نغدي مرستې ورسره شوې دي.
ملا عبدالغني برادر د یادو کمېټو له ترسره شویو کارونو څخه مننه کړې او له هغوی څخه یې په ټینګار سره غوښتي، چې ژر تر ژره د سمنګان ولایت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې د شهیدانو، ټپيانو، په بشپړ ډول د نړېدلو کورونو او په نیمه ډول د زیانمن شویو کورونو سروې بشپړه کړي او پر زیانمنو خلکو د اسلامي امارت له لوري په پام کې نیول شوې مرستې په روڼتیا ډول ووېشي.
د یادونې وړه ده، چې په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۳ هېوادوال شهیدان او ۳۴۴ ټپيان شوي او دغه راز ۴۱۹ کورونه او ۱۲ جوماتونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۵۹۳ کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي دي.

