مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د پرلپسې خبرو په پایله کي اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) په بشپړ ډول چمتو دی، چي په کابل کي د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو د درملني یو ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړ کړي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د روغتیا په برخه کي دا لومړنۍ ستره او بنسټیزه پروژه ده، چي د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د اسلامي پراختیایي بانک له لوري عملي کېږي.
د دواړه لوریو له لومړنۍ همغږۍ او هوکړي وروسته؛ یاده پروژه له اړوندو امارتي ادارو سره شریکه شوې ده، چي اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو امارتي ادارو د ټاکل شویو ګډو کمېټو له لوري د دغي پروژې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چاري پیل شوې، چي د شپږ میاشتو په موده کي به بشپړي شي.
د یادولو ده، چي د دې معیاري روغتون په جوړېدلو سره به د زړه او سینې ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي او همداراز به په دې روغتون کي د تخصصي زده کړو اسانتیاوي هم برابري شي.

