د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ايندريکا راتوته او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ايندريکا راتوته د رياست الوزرا اداري مرستيال سره پر دې لیدنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مسله کې له افغانستان سره همکاري ده او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د مسوولينو له همکارۍ او همغږۍ څخه هم مننه کړې ده.
ښاغلي راتوته زياته کړه، اوسمهال راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال څرګنده کړې، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې په ياده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هېواد ته يو لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو اسلامي امارت وکولای شول دغه موضوع په صحيح ډول مديريت کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ايندريکا راتوته او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کډوالو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله د کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او وګړو مننه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هېوادونو څخه په زور د کډوالو اېستل له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، ترڅو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسېدنه وشي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز څرګنده کړې، راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياته همغږي به د مرستو په رسولو کې د لا زيات روڼتیا او غوره والي لامل شي او هيله لرو ملګري ملتونه او نورې مسولې ادارې د هغوی د حقونو تامين لپاره خپل مسوليتونه ترسره کړي.

