ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې په موخه غونډه وشوه

د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې (د خپریدو حالت، په بېلابېلو سیمو کې د هغې خپرېدل، د خطر عوامل او د ټولنې په کچه د نري رنځ د لېږد پروسې مطالعه او څېړنې) په موخه؛ د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ، د دې وزارت د رییسانو او د UNDP دفتر، اغا خان موسسې او یو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې د موندنو د بیاکتنې غونډه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دا ارزونه د دې وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د نري رنځ د کنټرول پروګرام له لوري د UNDP دفتر په تخنیکي او مالي همکارۍ سره د نري رنځ په وضعیت د ښه پوهېدو او د هغې د کنټرول او مخنیوي لپاره د پلان جوړولو په موخه وشوه.

مولوي عبدالولي حقاني ویلي، د نري رنځ سره مبارزه په هېواد کې یو اړین ګام او دوامداره موضوع ده؛ چې په دې برخه کې د اسلامي امارت رهبرۍ او د عامې روغتیا وزارت د هغې د کنټرول لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي.

 سربېره پردې ښاغلي مرستیال، د دې ارزونې پایلې د نري رنځ سره د دوامداره مبارزې، د پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو لپاره د دقیقو ارقامو راټولو، روڼتیا، حساب ورکولو او کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې مهمې ګڼلې دي.

بل لور، د غونډې ګډونوالو د دې ارزونې د غوره پایلو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي؛ ترڅو په اړه یې راتلونکي کې اجراات ترسره شي.