د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه پلاوي د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ.
عدلیې وزارت وایي، دغه پلاوي د لوګر له والي او نورو سیمهییزو مسولینو سره په لیدنه کې په خوښۍ ولسوالۍ کې پر شاوخوا ٨٠٠ جریبه امارتي ځمکې د اختصاصي محکمې د فیصلې د تطبیق سربېره د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه خبرې کړي.
په دې کتنه کې شیخ عبدالحکیم شرعي د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد او د فیصلو پر پلې کېدو ټینګار کړی اوپه دې برخه کې یې له تخنیکي پلاوي او کمېسیون سره د سیمهییزو ادارو همکاري یوه بنسټیزه اړتیا بللې ده.

