ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو لویې لارې په تونل کې د قیر اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، د سالنګونو لویې لارې د تونل دننه په یوه لین کې د محافظتي اسفالت(قیراچونې) چارې پیل شوې دي.

ښاغلي حق‌شناس له موټرچلوونکو غوښتي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل او دې پروژې له تخنیکي ټیم سره د همکارۍ په موخه دې د تونل څخه د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین او نوبت مراعت کړي.