د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمهییزو بدلونونو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان د وروستي کړکېچ په اړه خبرې کړي.
عراقچي دغو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو کې د ترکيې له منځګړیتوب هرکلى کړى او په خبره يې، ايران دې پروسه کې همکارۍ ته چمتو دى.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې د سولې او ثبات لپاره د سلا مشورو پر پراخولو او په دې برخه کې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزيرانو سره د اړيکو سربېره د روسيې او قطر بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړي.

