نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې چې سږکال پاکستان د هند پر وړاندې د خپل دریځ د ځواکمنتیا په موخه په واشنګټن کې له لابیګرو شرکتونو سره د میلیونونه ډالرو په ارزښت ګرانبیه تړونونه لاسلیک کړي، ترڅو ډونالډ ټرمپ ته د مستقیم لاسرسي امتیاز ترلاسه کړي.
په راپور کې راغلي، په ښکاره ډول د ټرمپ ستاینه، د سولې نوبل جایزې ته د هغه ور پېژندل او د ګرانبیه سوداګریزو قراردادونو لاسلیک کول د پاکستان او ټرمپ د حکومت ترمنځ د ترینګلو اړیکو کې د پام وړ بدلون نښه ده.
نیویارک ټایمز زیاته کړې، د روان کال په مې او اپرېل میاشتو کې په واشنګټن کې د پاکستان د لابیګرۍ لګښت لږ تر لږه د هند درې برابره زیات و.

