د ټولګټو وزارت له لوري په اساسي او معیاري بڼه په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ بامیان لویې لارې د ۲۵ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د میدان وردګو ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې دغه سړک د شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یاد سړک د جوړونې د پیل پرمهال د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح ویلي، یاد سړک د مرکز کابل او هرات ترمنځ یو سوداګریز دهلیز دی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه په اساسي او معیاري ډول جوړیږي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین د هېواد ابادۍ ته ژمن دي او په بېلابېلو برخو کې پراختیایي پروژې او د ابادۍ کارونه روان دی.
همدارنګه د میدان وردګو ولایت والي ملا خیرالله خیرخواه ویلي، د خوښۍ ځای دی چې نن بیا د بیارغونې پروژه پیل کیږي او د اړوند شرکت پر مسولینو یې ټینګار وکړ، چې د قرارداد مطابق په لوړ کیفیت او معیاري ډول دا پروژه پلې کړي او د هېواد په ابادۍ کې په اخلاص کار وکړي.

