اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د رياست الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې په اساس، سر له نن څخه به د ډهلي سکټور لپاره یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو امریکايي ډالر او یو کیلو وارداتي توکي په ۸۰ سنتو لېږدوي.
د اريانا افغان هوايي شرکت ریيس ملا بخت الرحمن شرافت وايي: “اريانا ویاړي، چې په نړيواله کچه د افغاني توليداتو د انتقال په برخه کې خپل ملي مسووليت ادا کوي او موخه يې دا ده، چې په ټیټ قيمت افغاني توليدات د نړۍ هر کونج ته ورسيږي.”
دغه پرېکړه په داسې مهال ترسره کېږي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملي سوداګرو ته د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو د موندلو سپارښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د اريانا افغان هوايي شرکت د منظمو کارګو الوتنو له لارې د افغانستان بېلابېل توليدات لکه: وچې او تازه مېوې، زعفران، غالۍ او داسې نور صادراتي توکي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته انتقالېږي او ملي سوداګر کولای شي، چې له دې مهم فرصت څخه په ګټې اخيستنې خپل سوداګريز توکي د اريانا کارګو له لارې په ټیټ لګښت د نړۍ ګڼو هېوادونو ته انتقال کړي، ترڅو د هېواد د صادراتو په زياتوالي کې فعاله ونډه واخلي.
اریانا افغان هوايي شرکت د نویو تعرفو د ټاکلو هدف د ملي سوداګرو ملاتړ او د ستونزو پر مهال د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول ښودلي.

