د روسیې ازادو سیالیو مسلمان لوبغاړي اسلام مخاچیف خپل اسټرالیايي سیال جک ډېلا ماډالینا ته په ماتې ورکولو سره د منځني وزن اتلولي خپله کړه.
دغه ستره سیالۍ نن سهار وختي د امریکا په نیویارک کې په ۵ راونډونو کې وشوه، چې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته مخاچیف د زیاتو نومرو په ترلاسه کولو سره خپل سیال مات کړ او د دې سیالیو مرکزي لوبه یې په خپل نوم پای ته ورسوله.
له دې وړاندې مخاچیف د سپک وزن اتلوي هم ګټلې وه.

