د متحده اماراتو ۱۰ اوریز (T10) لیګ نن سهشنبه په ابو ظبي کې پیلیږي.
په سږني پړاو لس اوریز لیګ کې ۸ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د ۱۲ ورځو په موده کې به ټولې ۳۲ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن ماښام نارترن ویرییرز او کوېټه کوالري لوبډلې سره مخامخ شي.
د یادولو ده، چې ډیکان ګلاډیېترز لوبډلې د تېر کال اتلولي ګټلې وه.

