ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اماراتو کې افغان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول سره لیدنه کړې

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول ډاکټر ماجد المنصوري سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د دوه اړخيزه اړيکو سربېره، په اماراتو کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، قونسلي خدماتو او په یاد هېواد کې د توقیف شویو افغانانو سره د لیدنې اړوند اسانتیاو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي المنصوري د یادو مواردو په اړه د هڅو يادونه کړې او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړی دی.