په قرغیزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د دغه هېواد د دیني چارو او بینالقومي اړیکو د ملي ادارې له رییس یوسوپوف عظمت سره لیدنه وکړه.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني، کلتوري او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا او ګډو ارزښتونو خبرې شوې دي.
ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو د علماوو په تګ او راتګ، د ګډو علمي کنفرانسونو په جوړېدو او د متقابل ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.
په ورته مهال، ښاغلي عظمت د لومړنۍ رسمي لیدنې اهمیت یادونه وکړه او دا یې د همکاریو د نوې مرحلې پیل وباله.

