د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چابهار بندر فعالولو او اغېزمنې کارونې، د هندي پانګوالو د پانګونې د جذب او د دوه اړخیزو سوداګریز اړیکو پراختیا لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته روان شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ښاغلی عزیزي به د دې سفر پر مهال د پراګتي میدان نندارتون څخه د لیدنې ترڅنګ د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو او خصوصي پانګونې له غړو سره لیدنه او خبرې وکړي.
د دې خبرو موخه به د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو اسانتیا، ګډې پانګونې ته زمینه برابرول او په سیمهییزو ترانزیټي لارو کې د افغانستان د رول پیاوړتیا وي.

