د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتون رییس دوکتور رفیع الله صمیم ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د ترکیې د (ملت) کتابتون له رییس ایهان توغلو سره لیدنه کړې.
ښاغلي ایهان توغلو د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ملت کتابتون اړوند معلومات ورکړي.
دوکتور رفیع الله صمیم د افغانستان او ترکیې هېواد تاریخي اړیکو ته په اشارې ترکیه د افغانستان دوست هېواد یاد کړی او افغانستان کې د عامه کتابتونونو په وضعیت یې هراړخیزې خبرې کړې دي.
ښاغلي صمیم ويلي، افغانستان کې عامه کتابتونونه مخ پر ودې دي او ورځ تر بلې د مطالعې کلتور پیاوړی کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، دواړو لوریو د عامه کتابتونونو د کارکوونکو پر روزلو او ډیجیټل کتابتونونو پر فعالولو هوکړه کړې.
د دغه وزارت په وینا، د ترکیې د ملت کتابتون رییس ژمنه کړې، چې د افغانستان له عامه کتابتون سره د ترکیې د تاریخ، جغرافیې او شاعرانو په اړه لیکل شوي د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړي.

