ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغان ځوانان نور اړ نه دي چې د دیني زده کړو لپاره بهر ته لاړ شي

د کډوالو او بېرته  راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ سره لیدنه وکړه.

د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عبدالحفیظ، له علماوو او ولس سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو او لیدنو په خوښۍ وویل، چې د خلکو او حکومت تر منځ نږدې اړیکې د اسلامي نظام د قوت سبب شوې دي.

شیخ عبدالحفیظ د جهادي مدرسو لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په جهادي مدرسو کې زده‌کړو ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هر کال د بدخشان د جهادي مدرسې د طالبانو شمېر ډېرېږي.

دغه‌راز ښاغلي مهتمم د خبرو پر دوام د کډوالو اړوند ځينې وړانديزونه او نظرونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

د کډوالو او بېرته  راستنېدونکو د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم ته ښه راغلاست وویل او په تعلیمي برخه کې یې د علماوو د هڅو ستاینه وکړه.

مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسو فعالیت ګټور یاد کړ او ويې ویل، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته افغان ځوانان بهر ته د دیني زده کړو لپاره سفر کولو ته اړ نه دي، ځکه په هېواد کې تر لوړې کچې دیني زده کړو ته زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په وینا، چې علمي بنسټونه باید، د خپلو عادي چارو تر څنګ، د اسلامي امارت پیغام او د ابادۍ پروګرامونه له ولس سره شریکې کړي او د ټولنې په وده کې ونډه واخلي.