ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر او په کابل کې د ایران سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان لپاره د ایران له سفیر ښاغلی علي‌رضا بېکدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دوه‌اړخیزه اړیکو په ځانګړې توګه د کاري اړیکو پراخوالی، په کمي او کیفي ډول د افغانستان د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا پرڅرنګوالي، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضیعت ارزونې او د کارګرو د قانوني لېږد پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

ملا عبدالمنان عمري ویلي؛ اړینه ده، چې په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو او د کار بازار غوره مدیریت په برخو کې د ایران له کامیابو تجربو څخه ګټه واخېستل شي او دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره پر نورو فرصتونو کار وشي.

نوموړي زیاته کړې، ایران کې د افغان کارګرو شتون باید تنظیم شي او له غیرې قانوني حالت څخه وایستل شي، ترڅو د هغوی ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت سره د ایران اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ډېرې پراخې شوي او لا د پراختیا په حال کې دي، دا اقتصادي او سوداګریز فرصتونه په دواړو دوستو هېوادونو کې ډیر کاري فرصتونه رامنځته کوي او نورو پانګه‌اچوونو ته زمینې برابروي.

ښاغلي علي‌رضا بېکدلي زیاته کړې، له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې، د کار بازار د غوره مدیریت، فني او حرفوي زده‌کړو په ډګر کې د غوره او بریالیو تجربو د شریکولو او له شته فرصتونو د بحث لپاره تمه لرو، چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د کارپنځونې مرستیال افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو ګټور بحث وشي.