د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په سویلي افریقا کې د جي-۲۰سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدنه کړې.
د هند لومړي وزیر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې هند او کاناډا د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.
ښاغلي مودي زیاته کړې، د دې سربېره دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ، انرژۍ او زدهکړو برخه کې به خپلې اړیکې پراخه کړي.

