ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي ترکیه کې له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو لپاره له چابهار بندر څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، ایران ته د پنبې صادرولو، سوداګرو ته د زیاتو اسانتیاوو برابرولو او تلپاتې سوداګرۍ زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

 په پای کې دواړو لوریو د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د ټرانزیټي لارو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو راکړې ورکړې کچې پر زیاتوالي ټینګارکړی.