ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان دښمنانو ته؛ د افغانانو صبر نور مه ازمایئ!

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې ابتدایي تعلیماتو څخه د سلګونه تنو ځانګړو کمانډویي ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.

 په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابينې يو شمېر غړو، د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسولينو او مجاهدینو ګډون کړی و.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ځانګړو کمانډويي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د سرحدونو ساتل، د شریرو عناصرو پر وړاندې درېدل، د اسلامي نظام ساتنه او دفاع ستاسو مقدسه او اساسي دنده ده.

همدارنګه ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد په دښمنانو غږ کړی، چې زموږ خاورې او حریم ته دې په بد نظر نه ګوري، نور دې زموږ حوصلې نه ازمایي.

 د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره تېری وکړي او موږ هر ډول تېري ته ځواب ویونکي یو.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې نن د یو خپلواک اسلامي نظام حاکميت د شهیدانو د قربانیو پایله ده.‌

ښاغلي برادر زیاته کړې، اسلامي امارت د متقابل احترام پر اساس له ګاونډيو او ټولو هېوادونو سره اړيکو ته ژمن دی.

په ورته مهال ځانګړو کمانډویي قطعاتو ویلي، په بشپړ عقیدوي، فکري او پوځي روزنې سمبال شوي او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو څخه دفاع ته چمتو او هر يرغلګر ته به کلک غبرګون وښيي.