په روسیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن، د شمال–جنوب ټرانسپورټي دهلیز په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.
په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، ښاغلي سفیر په خپله وینا کې څرګنده کړې چې د شمال–جنوب دهلیز نښلول د لاجورد لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره د اوراسیا د مهم اقتصادي بدلون لامل ګرځي.
دغه راز د فورم نورو ویناوالو هم د دې دهلیز له اقتصادي ارزښت یادونه کړې او د سیمې اقتصادي پرمختګ یې د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی دی.
همدارنګه، د سفر پر مهال ښاغلي سفیر د استراخان له والي سره د اقتصادي همکاریو، ټرانزیټي اسانتیاوو او د افغانستان پر ستراتیژیک اهمیت خبرې وکړې او د یاد ښار له سوداګریز بندر څخه یې لیدنه وکړه.

