د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
دغهراز وروسته په مرکز او ولايتونو کې له ښارواليو او د وزارتونو او امارتي ادارو دويمي واحدونو سره د ولايت مقامونو د وظيفوي تداخل پر موضوع بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې اړین تصميمونه ونيول شول.

