عامې روغتیا وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت تیشې سیمه کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی روغتیایي مرکز ګټي اخیستنې ته وسپاره.
د یاد وزارت په وینا، عامې روغتیا وزیر په دې ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې هم پرانیستلې.
مولوي نور جلال جلالي د پرانستې په مراسمو کې ویلي، چې د دغه تعمیر په جوړېدو سره به د کونړ د درنو ولسونو لپاره په یوه معیاري ودانۍ کې د روغتیايي خدمتونو لړۍ پيل شي.
نوموړي زیاته کړې، دا د خلکو له اوږدې مودې هیله او غوښتنه وه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه ترسره شوه او نن یې د کار د بیا پیل شاهدان یو.
همدارنګه، د کونړ د عامې روغتیا رییس ښاغلي قاري مظفر خان د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه کړې، چې د ولس غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړی او د دې روغتون په جوړېدو سره به د کونړ ولسونو ته د روغتیا په برخه کې خورا ګڼې اسانتیاوې را منځته شي.
دغهراز مولوي نور جلال جلالي د کونړ ولایتي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د توبرکلوز ناروغۍ د ښه تشخیص په موخه د جین ایکسپرټ خدماتو پرانسته وکړه.
په دې لیدنه کې چې ښاغلي وزیر له ناروغانو او اړونده مراجعینو سره له نږدې ولیدل، د خدماتو اړوند مسوولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي وزیر د پرانستې پر مهال ویلي، هڅه یې دا ده چې ټولو هغو اړوندو برخو کې خدمات پراخ کړي، چې ولسونه ورته اړتیا لري او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو هڅې کوي، تر څو خدمات پراخ او خلک ورته هر اړخیز لاسرسی ولري.
د یادونې وړ ده، چې دا څانګه د نږدې ۷۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت فعاله شوه.

