د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولينو او يو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې دوی په هېواد کې د اقتصادي وضعيت، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، د سوداګرو او پانګوالو لپاره تر ټولو مهمه مسله د ځاني او مالي امنيت ټینګښت، د هغوی ملاتړ او د حکومت له لوري ورته د اسانتياوو رامنځته کول دي، چې له نېکمرغه اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو په ملاتړ سره د هغوی امنيت په غوره ډول ټینګ کړی او دا کار په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو د هڅونې لامل شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولينو او يادو سوداګرو همداراز د سوداګرۍ په وده کې د ترانسپورټ رول او د توکو لېږد ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسوولينو يې غوښتي، ترڅو د سوداګريزو توکو لېږد ـ رالېږد او نښلوونکو لارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، سوداګر او پانګهوال د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ترسره کوي.
نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت په بېلابېلو له هغې ډلې د صادراتو، توليدي کارخونو او د کانونو استخراج په برخو کې کورنيو او بهرنيو پانګهوالو ته د پانګونې زمينه برابره کړې ده.
دغهراز مولوي عبدالسلام حنفي سوداګرو او پانګوالو ته د اسلامي امارت د پاملرنې په تړاو د ډاډ تر څنګ له ملي سوداګرو غوښتي، ترڅو له شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې د هېواد په وده او ابادۍ کې لا ډېر رول ولوبوي.

