ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان کرېکټ ادارو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان کرېکټ‌بورډ او اوزبېکستان کرېکټ‌فدراسیون ترمنځ نن (دوشنبه، د لېندۍ ۱۰مه) د اوزبېکستان په مرکز تاشکند کې د همکاریو  تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې به د افغانستان کرېکټ‌بورډ د اوزبېکستان کرېکټ فدراسیون سره په روزنیزو کورسونو، د لوبڅارانو په روزنه، د لوبغاړو په بدني پیاوړتیا او فزیکي تکړښت، د فیزیو ټرافي پروګرامونو، ویډیوانالایز، تکړه لوبغاړو موندنې، تخینکي ورکشاپونو او روزنیزو کمپونو برابرښت په برخو کې بشپړه مرسته کوي.

همدار راز دافغانستان کرکټ‌بورډ به د کرکټ نړیوالې شورا روزونکو په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون په پار له اوزبېک روزونکو سره مرسته کوي او هم به ازبېکستاني لوبغاړو ته په کابل کې د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز کې د تمریناتو او روزنې فرصتونه برابروي.

د دې تر څنګ افغان ابدالیان، ۱۹ کلنه ملي لوبډله او د کورني کرېکټ مخکښې لوبډلې به د اوزبېکستان په ترتیب شویو دوه اړخیزو سیالیو کې ونډه اخلي.