ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټیکا د هېواد په شمال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړي

په بلخ کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د دفتر رییس میکایل تاش د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیر احمد حقاني سره لیدنه وکړه.

ښاغلي تاش په دې لیدنه کې وویل، چې د ټیکا ادارې تراوسه د هېواد په شمال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت نږدې ۷۰۰ پروژې پلې کړي.

په بلخ کې د ټیکا د دفتر رییس د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولد خانقاه د بیارغونې په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره دا کلتوري پروژه ډېره ارزښتمنه او حیاتي وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به هم په راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې او تاریخي ابداتو د بیارغونې په برخه کې د دغې ادارې د هڅو ستاینه وکړه او د پروژو د تطبیق په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړه ده، چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د سطان محمود غزنوي مزار هم بیا ورغوه.