ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت رییس الوزرا د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع هم ګډون درلود.

د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر وویل، هیواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي او پرمختګ غواړي.

مردف بن علي القاشوطي د اسلامي امارت هرکلي څخه په مننې په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او  زیاته یې کړه:« دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم، چې دقطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم.»

دغه‌راز د اسلامي امارت رییس الوزرا هیله څرګنده کړه، چې د قطر د نوي سفیر معرفي کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

نوموړي د افغانستان او قطر ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل:« قطر په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لاښه والی او پرمختګ راشي.»

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر نوي سفیر ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.