ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان سفیر د اندونیزیا د پانګونې او صنایعو وزارت له لوړ پوړیو چارواکو سره وکتل

جاکارتا کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د پانګونې او صنایعو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي چې دې کتنه کې ښاغلي بلوچ د افغانستان پر اوسني ثبات، په اداري او اقتصادي اصلاحاتو او د پانګونې چاپېریال پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

دې کتنه کې د افغانستان د کانونو برخه کې همکارۍ فرصتونو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او ارزښت لوړولو، د سوداګرۍ پراختیا او د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډ کار د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.