ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نورالجها ـــ پل هاشمي برېښنا لېږد مزي پروژې عملي چارې پیل شوې

د افغانستان برېښنا شرکت مسولين وایي، چې له نورالجهاد څخه تر پل هاشمي پورې يې د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پروژې عملي چارې پیل کړي دي.

د یاد شرکت مسولين زیاتوي، چې تخنیکي ټیمونو د لومړنۍ سروې، تفصیلي سروې او د پایو د ځایونو له ټاکلو وروسته د لین وروستی مسیر په بریالیتوب تثبیت کړی دی.

د مسولينو په وینا، اوس مهال په سیمه کې جیوتخنیک سروې روانه ده، چې پکې کېندنې، د خاورې نمونو اخیستل او ازموینې شاملې دي؛ څو د بنسټونو لپاره ډاډمن ډیزاین ترسره شي.

د یادونې وړه ده، چې دغه پروژه د باثباته برېښنا د تامین لپاره حیاتي ارزښت لري او د افغانستان برېښنا شرکت مسولين وايي ژمن دي، چې دا پروژه د نړیوالو معیارونو له مخې پر خپل ټاکلي وخت بشپړه کړي.