د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ګڼې لاستهراوړنې لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ یاد وزارت توانیدلی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د تېرو شاوخوا څلورو کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼ فعالیتونه ترسره کړي.
الف: بشپړې شوې پروژې
۱. شاه او عروس بند
د شاه او عروس بند پروژه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۵۳ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت د اوبو د مدیریت او د کابل د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلې شوې ده.
دغه بند د ۷۷ متره په لوړوالي سره په یوه کال کې د ۳۰ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري، چې د ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۵ میلیون متره مکعب څښاک اوبه برابروي. همدارنګه، دغه بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.
۲. د کمال خان بند درېیم فاز پروژه
د کمال خان بند پروژه د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د موسمي سېلابونو د کنترول، د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶ مېګاواټه برق د تولید د وړتیا په موخه پلې شوې ده.
دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره کولای شي ۱۷۴۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د خړوبولو لاندې ونیسي.
۳. پاشدان بند
دغه بند د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو، د ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او د ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې د ۱۱۷میلیونه دالرو په لګښت پلي شوی دی.
۴. عمري بند
عمري بند چې د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه دی، د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته په ۴ کیلو مټري کې موقعیت لري، چې د افغانستان اسلامي امار د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې د څه باندې ۱۲۷ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړی بند ۳ میلیون متر مکعبه اوبه زېرمه، ۶۵ کیلو واټه برېښنا تولید او ۵۶۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
۵. د کجکې برېښنا بند د دویم فاز پروژه
د دغې پروژې لومړۍ برخه یعنې د برېښنا د تولید فابریکه د ۱۰۰ مېګاواټه په وړتیا بشپړه شوې او په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د پروژې په دویمې برخې باندې د بند د پرچاوې، د لوړوالي د زیاتولو او د بند په نورو برخو د پرمختګ اړوند چارې په ښه توګه دوام لري.
د دویم فاز په بشپړېدو سره د اوبو د زېرمه کولو وړتیا له یو میلیارد متر مکعبه څخه ۲.۰۲ میلیارد متر مکعبو ته، د خړوبولو وړتیا له ۱۰۰۰۰۰ هکټاره ځمکې څخه ۲۷۶۰۰۰ هکټارو ته او د برېښنا د تولید وړتیا له ۵۱ مېګاواټه څخه ۱۵۱.۱ مېګاواټو ته لوړوالی مومي.
۶. د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه
دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې سره د 7.6 میلیونه آمریکایي ډالرو په لګښت د ګرین سټیټ پاور له لوري پلي شوې ده.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره په کابل او ننګرهار ولایتونو کې زمونږ د هېوادوالو ۱۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمن کېږي.
۷. د سرخاب بند د حفظ او مراقبت پروژه
د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي سره د ۹ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره (۳۰۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي چې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوی دی.
۸. د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژه
د لوګر ولایت د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دغې پروژې د دوهم فاز چارې پرانیستل شوې.
د دغه بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه ، چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دغې پروژې دوهم فاز په ټولیز ډول د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ټاکل شوې ده، چې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.
۹. ګله بېد بند
د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د ګلهبید خاورین بند پروژه د ۱۹ میلیونه، ۶۷۹ زره او ۲۶۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه خاورین بند د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۱۲ متره لوړوالي په درلودلو سره د کابو یو میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
۱۰. چکدمونه
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰ چکډمونو پروژې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د سیلابونو دزیانونو مخنیوي او کرنیزو د ځمکو د خړوبولو په موخه بشپړې شوې دي.
۱۱. د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې
په هېواد کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت او د کرنیزو ځمکو او د استوګنیزو کورونو له تخریب څخه د مخنیوي په موخه په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیندیزو څنډو د ټیګښت (۱۲) پروژې د (۳۶۹۰۱۴۷۳۴) افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ب: تر کار لاندې پروژې
۱. د بغلان ولایت له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټيشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژه:
د بغلان ولایت له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټيشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژه، ۸۰ سلنه چارې یې پرمخ تللې دي.
- د کابل ولایت په ترهخېلو سیمه کې د ۲۲۰ کیلو ولټ سب سټيش؛ د دغې پروژې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰-۲۰۰ زره کورنیو، صنعتي پارکونو او سوداګریزو سیمو ته ډاډمنه برېښنا چمتو شي.
- د کابل له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ۳۰ سلنې پلي کول.
- د کابل ولایت له چمتلې څخه تر ترهخېلو پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ۳۰ سلنې چارو پلي کول.
- د کابل ولایت په ارغندۍ سیمه کې د ۲۰۰/۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن پروژې د څه باندې ۸۲ سلنې چارو پلي کول.
۲. د بخش آباد بند انحرافي تونلونه
د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې چارې یې په چټکۍ سره پرمخ وړل کېږي، ترڅو په ټاکلي وخت سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
۳.د پکتیکا ولایت پلتوني بند
د پکتیکا ولایت د پلتوني بند چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي او د چارو تر بشپړيدو وروسته، د ٢٥ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او د نږدې يو مېګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري. دغه بند به کابو ٢٥٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.
۴.شفلوغ بند
ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په شفلوغ کلي کې د شفلوغ بند جوړولو پروژې چارې د ۱۶۵ اعشاریه ۹ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت دوام لري. شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره په پلنوالي سره د ۸ سوه، ۵۴ زره او ۱۰۶ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۹ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
۵. د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژه
د غزني ولایت د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې د څه باندې یو سلو او نهه (۱۰۹) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت دوام لري. د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي، چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
۶. باغدرې بند
د باغدرې بند د اوبو او انرژۍ وزارت یو له بنسټیزو پروژو څخه ده چې د څه باندې ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. چې اوس مهال یې د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات په چټکۍ سره دوام لري.
دغه پروژه د چین هېواد د ام. سي. سي شرکت( د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت) په پانګونې سره پلي کېږي.
۷. لورې بند
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین پروژې چارې دوام لري. دغه پروژه د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو د خړوبولو، برېښنا تولید، موسمي سیلابونو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په لاره اچول شوې ده.
د دغې پروژې د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین د کان په بدل کې د پانګونې له لارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغان-جرمن باختر شرکت له لوري به د ۱۸ میاشتو په موده کې ترسره شي.
۸. د نمک آب کانال د مسیر بدلول
په تخار ولایت کې د نمک آب کانال د مسیر د بدلولو پروژه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې د ۱۱ زره هکټاره ځمکې د خړبولو وړتیا لري، چې د ملي پراختیايي شرکت له لوري یې چارې پر مخ وړل کیږي.
په یاده پروژه کې د ځمکې کیندل، د غره برش کول او د اوبو مسیر بدلول شامل دي.
۹. شاهي کانال
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د شاهي کانال پروژه په دوو فازونو کې طراحي شوې او په ټوله کې ۷۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، او د چارو تر بشپرېدو وروسته کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د دغې پروژې لومړی فاز ۳۰ کیلو مټره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې ترسره کېږي چې لومړی فاز یې ۶.۶ کیلو مټره دی او تر بشپړېدو وروسته به پنځه زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
دغه پروژه د هېواد د اوبو مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.
۱۰. نهر سراج کانال
د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د نهر السراج کانال د رغولو د لومړي لاټ پروژه د ۲۷۵ اعشاریه ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودجې څخه د ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوې، چې پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او آبګیر ودانۍ جوړونه ، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت ، پرچاوې، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول شامل دي. او همدارنګه د نهر السراج کانال کابو ۲۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې د دریو ولسوالیو اوسېدونکي ورڅخه ګټه پورته کوي.
۱۱. بدېع الآباد کانال
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د بدېع الآباد کانال چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې او سمهال ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه کانال چې ۷ کیلو متره اوږدوالی لري، د چارو په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
۱۲. بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید د سروې پیل.
۱۳. د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۱۰۰ میګاواټه حرارتي برېښنا تولید د ستګاه لومړنۍ سروې.
۱۴. په زابل ولایت کې د څلورو لویو بندونو جوړول: د دې بندونو په جوړولو سره به په ټولیزه توګه ۲۱ میلیونه متره مکعب اوبه مدیریت کیږي، چې په حدود د ۵۳۶۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۳.۵۴ مېګاواټه برښنا تولیدوي.

