ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: له دې وروسته افغانان له هېواده بهر د دیني زده‌کړو لپاره سفر ته اړ نه دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت د جهادي مدرسې د فراغت غونډې کې ګډونا و وینا کړې.

مولوي عبدالکبیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جهادې مدرسې د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال په هېواد کې پراخ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه بللې او د اسلامي امارت واکمني یې د افغان ولس لویه هیله یاده کړې ده.

ښاغلي وزیر زیاته کړې، چې له ۲۰ کلنې مبارزې وروسته د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قیام دواړه مهم اهداف ترلاسه شوي دي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر د دیني زده‌کړو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت مهم خدمت بللی او ویلي، چې افغانان له هېواده بهر د دیني زده‌کړو لپاره سفر ته اړ نه دي.

نوموړي د اشغالګرو د تېریو له امله کډوالۍ ته په اشارې ویلي، چې افغانانو د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو د خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې او کډوالۍ ته اړ شوي وو.

ښاغلي وزیر پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې له کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او اجازه ورکړي، چې په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

همدارنګه نوموړي د کونړ په زلزله کې د هېوادوالو د مرستو یادونه کړې او د افغانانو خپلمنځي یووالی یې ستایلی او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د هېوادوالو یو موټي کیدل اړین بللي دي.

مولوي عبدالکبیرد وینا په پای کې فارغ شویو ځوانانو ته مبارکي ویلې او یادونه کړې، چې افغان ولس روزل شویو ځوانانو ته اړتیا لري.