د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، د استاد کمالالدین بهزاد د مینیاتورۍ سبک د تخنیکي او کلتوري پړاوونو څخه وروسته، په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان(یونسکو) د ناملموسو کلتوري میراثونو په لېست کې ثبت شو.
همدارنګه د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د کلتور او هنر امر وايي، د هرات د مینیاتورۍ د ثبت وړاندیز نږدې یو کال وړاندې یونسکو سازمان ته لېږل شوی و، چې د یونسکو د کلتوري میراث د ساتنې د کمیټې له تایید وروسته دا لرغونی هنر د نړۍ د کلتوري شتمنیو په لړ کې شامل شو.
نوموړي، دغه لاسته راوړنه د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د هرات مینیاتوري د هېواد له ارزښتمنو تاریخي هنرونو څخه ده، چې د یونسکو سازمان کلتوري میراثونو لېست کې ثبت سره د هرات کلتوري اهمیت ته د نړیوالو د پاملرنې د لاښه جذب لامل کیږي.
په ورته وخت کې د مینیاتورۍ هنر استادان وايي، د هرات د مینیاتورۍ سبک، چې له شپږو پېړیو زیات تاریخ لري، د ختیځې نړۍ له مشهورو هنري سبکونو څخه دی او د یاد میراث ثبت به د دې هنر د لا ښې پيژندنې، د کلتوري سیلانیانو د جلب او د نړیوالو ملاتړونو د جذب زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مینیاتورۍ هنر د افغانستان درویشتم ناملموس فرهنګي میراث دی، چې په یونسکو سازمان کې یې نوم ثبت کېږي.

