ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جامعه مصباح العلوم فاضلانو فراغت غونډې ته د استخباراتو لوی ریاست مرستیال الحاج مولوي تاجمیر جواد حفظه الله لېږل شوی غږيز پیغام:

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ 

نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّي عَلَى رَسُولِهِ الْكَرِيمِ وَعَلَى آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِينَ، أَمَّا بَعْدُ: 

محترمو شیوخو کرامو، علماء کرامو، متنفذینو، د مصباح العلوم د مدرسې منتظمینو، استادانو، طالب‌العلمانو، حفاظو کرامو او د دې پرتمینې جلسې ټولو ګډونوالو: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته 

الحمد لله، ثم الحمد لله، چې مونږ او تاسې نن په ټول افغانستان کې له دیني علومو او د قرآن کریم د حفظ نه د برخمن شویو ځوانانو د تقدیر په مناسبت ستر اجتماعات لرو او نن د مصباح العلوم په مدرسه کې د یوې داسې سترې، مبارکې اجتماع شاهدان یو. 

زه د مصباح العلوم په مدرسه کې د قرآن کریم د حفظ له سعادت نه د برخمنو شویو فاضلانو کورنیو، والدینو، اقاربو، د مدرسې منتظیمینو او استادانو ته د تبریکۍ مراتب وړاندې کوم. 

الله ﷻ دې د مصباح العلوم مدرسه سمسوره او په یوه ستر دیني مرکز بدله کړي.

ما غوښتل چې زه په دې مبارکه اجتماع کې د ګډون سعادت ترلاسه کړم، خو د ځینو مصروفیتونو او عذرونو له امله و نه توانېدم. الله ﷻ دې وکړي چې زما عذر تاسې ته د قبول وړ وګرځي. 

محترمو حاضرینو! له موقع نه په استفادې غواړم څو ټکو ته اشاره وکړم:

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د دیني علومو یو ستر مرکز پاتې شوی. مونږ د ماوراءالنهر د علمي ــ فکري مکتب او د دیوبند د علمي او فکري مکتب په چوکاټ کې ستر دیني ــ علمي مراکز، ستر دیني شخصیتونه او ارزښتناک علمي آثار لرو، لله الحمد دا تسلسل اوس هم روان دی. 

نن په افغانستان کې لسګونه زره مدرسې فعالې دي او لسګونه زره ځوانان په کې په تعلیم او تحصیل بوخت دي.

د افغانستان اسلامي امارت په مجموع کې دیني او عصري علومو ته زیاته توجه لري.

د مدارسو او عصري مراکزو د نصاب په اصلاح، د تدریسي اصولو او طریقو په ښه کولو، نظم او ضبط او په مجموع کې د ټولو دیني او عصري علومو د کیفیت په لوړولو باندې کار کوي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور لري چې د دیني علومو په ودې او پرمختګ سره اسلامي سپېڅلې عقیده تضمینېږي او د عصري علومو په وده او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

محترمو حاضرینو! 

مدرسې د اسلام او اسلامي خاورې د ساتنې کلاوې دي، که مونږ د افغانستان د معاصر تاریخ پاڼې را واړوو، نو د همدې کلاوو نه راوتلو هستیو تل د متجاوزو لښکرو او طاغوتي ځواکونو پر ضد د جهادي مبارزو قیادت او رهبري ترسره کړې ده. له همدې کلاوو نه راوتلو لښکرو د متجاوزینو د شړلو په برخه کې داسې سرښندنې کړې دي چې تاریخ یې کمې بېلګې لري.

په افغانستان کې د اشغال او فساد له ماتې وروسته راغلی شرعي نظام، تأمین شوی عدالت او سرتاسري امنیت د اسلام له همدې کلاوو د راوتلو هستیو او لښکرو برکت دی، له همدې کلاوو څخه راوتلې هستۍ او لښکرې به د اوسني اسلامي شرعي نظام حفاظت او ساتنه کوي.

د افغانستان د تاریخ په دې حساسې مرحلې کې د دیني علماء کرامو یوې سترې غونډې کومې پرېکړې کړې، مونږ دغو پرېکړو ته متعهد او ژمن یو. مونږ به د دوی په لارښوونو عمل کوو او د دوی د لارښوونو په چوکاټ کې به د خپل اسلامي شرعي نظام او خپلې خاورې دفاع کوو.

درنو حاضرینو! 

د ځینو داخلي او بهرنيو کړیو له‌ لوري په افغانستان کې د اسلامي شرعي نظام تر چتر لاندې راغلی عدالت، سرتاسری امنیت او د سوکالۍ او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پر افغانانو نه‌ لوريږي او دوی هڅه کوي چې د بېلا بېلو بهانو پر اساس افغانستان ته ستونزې او مشکلات جوړ کړي.

مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د اسلامي شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یو. مونږ جګړه نه‌غواړو، خو که جګړه پر مونږ تحمیل شي، نو د خپل اسلامي شرعي نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لاره کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې ټولې اوسني محاسبې به ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

په پای کې، یو ځل بیا زه تاسې ټولو درنو حاضرینو ته د قرآن کریم د حفظ له سعادت نه برخمن شویو ځوانانو د تقدیر په مناسبت مبارکي وایم. 

الله ﷻ دې موږ او تاسو ته د علماء کرامو د وعظونو او نصیحتونو د منلو او عمل کولو توفیق راکړي. 

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته