د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق د MDC روغتيايي مرکز مسول ډاکټر بلال حکيمي او مل پلاوي سره په لیدنه کې له ورزشکارانو سره په روغتیایي برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
په دغه ليدنه کې د ورزش ادارې عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېوادوالو ته د دوی د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو خوښي ښودلې او د هېواد ورزش ادارې د کارکونکو او ورزشکارانو په اړه يې معلومات ورکړي دي.
دغه راز د MDC روغتيايي مرکز مسول ډاکټر بلال حکيمي د خپلو فعاليتونو ترڅنګ ویلي، دا چې موږ له بېلابېلو بنسټونو سره په روغتیایي برخه کې د همکارۍ تړونونه لرو، نو ومو غوښتل خپلو ورزشکارانو ته هم په دې برخه کې خدمت وکړو او يو تړون ولرو.
همدارنګه د ليدنې په پای کې په دې پرېکړه شوې، چې په راتلونکې کې به د دواړو لوریو ترمنځ د ګډې همکارۍ يو تړون لاسليک شي، چې له مخې به يې د هېواد ورزش ادارې اړوند کارکوونکو او ورزشکارانو ته روغتیایي خدمات په تخفیف سره وړاندې کېږي.

