ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې دویم کال لپاره د ودې پر لور روان دی

د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې دویم کال لپاره د ودې پر لور روان دی. 

په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به د هېواد ناخالص کورنی تولید ۴.۳ سلنه وده کوي؛ په داسې حال کې چې دغه وده په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه وه.

د نړیوال بانک په وینا، چې د انفلاسیون ټیټه ۲ سلنه کچه او له پاکستان او ایران څخه د څه‌باندې دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل چې د خدماتو او صنعت په برخو کې د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو لامل شوي، د دې اقتصادي ودې مهم لاملونه ګڼل کېږي.

دغه بانک زیاته کړې چې د وچکالۍ سربېره د کرنې په برخه کې هم افغانستان توانېدلی چې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات حاصلات ترلاسه کړي، چې دا د دې مهم اقتصادي سکتور د پایښت ښکارندویي کوي.

د راپور له مخې د دې ترڅنګ کانونو او ودانیزو برخو هم د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته کړې ده.