رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي تېره ورځ د امریکا او المان له استازو سره د پینځه ساعته خبرو وروسته اعلان کړی، چې اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو(غړیتوب) هدف څخه تېر شوی دی.
ورته مهال د ټرمپ ځانګړي استازي سټيو وېټکاف له زېلینسکي سره د لیدنې وروسته ویلي، چې په دې مذاکراتو کې یې د سولې د ۲۰ مادهییزې طرحې په اړه ژور بحثونه درلودل او د پام وړ پرمختګ شوی دی.
ټاکل شوې دغه مذاکرات نن دوشنبه هم دوام وکړي او اروپایي مشران هم په مذاکراتو کې د ګډون لپاره المان ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مذاکرات د المان د لومړي وزیر فریدریش مرتس په کوربتوب د المان په برلین ښار کې روان دي.

