عامې روغتیا وزارت وایي، چې نن (دوشنبه، د لېندۍ، ۲۴ مه) په پلازمېنه کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او خپل د پینځو کلونو څخه کم عمر ماشومان واکسین کړئ، څو د پولیو خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ماشومان له تلپاتي فلج څخه وژغورل شي.

