د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په سعودي عربستان کې له مېشتو څو تنو علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې قاري مخدوم محمد او قاري احسان الله خبرې کړي او په هېواد کې د اشغال پای ته رسېدو او د اسلامي امارت په بریالي کېدو یې خوښي ښودلې.
نوموړو زیاته کړې، بیاځلې په هېواد کې د اسلامي نظام په حاکمېدو سره سرتاسري امنیت تامین شوی او هېوادوالو ته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې دا د افغانانو لپاره لوی نعمت دی.
علماوو او متنفذینو په دې بیانولو سره چې د هېواد مختلفو برخو ته د اسلامي امارت له لوري جدي پاملرنه شوې څرګنده کړې، علما د مغرضو اشخاصو د ناسمو تبلیغاتو دفع کولو، روښانفکرۍ او خلکو ته د حقیقتونو رسولو په برخو کې تل هڅه کوي.
هغوی ویلي، د اسلامي امارت نظام د زرګونه علماوو او مجاهدینو د هڅو او وینو په پایله کې په هېواد کې رامنځته شوی، چې په ټینګښت کې یې هم علما اساسي رول لري او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ نه کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د سرتاسري امنیت تامین او هېوادوالو ته د هوساینې رامنځته کول خپل مسولیت بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ نه کوي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې، د هېواد علما د اسلامي نظام د ټینګښت، د عامه اذهانو روښانولو او د مختلفو اقشارو ترمنځ د ملي یووالي رامنځته کولو مسولیت لري او له هغوی یې غوښتي ترڅو په دې برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.