ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د غور ولایت ولسي غونډه کې ګډون کړی

 د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم یوې ولسي غونډې ته چې پکې د غور ولایتي مسولینو، علما کرامو، استادانو، محصلینو او ولسي وګړو ګډون کړی وو ویلي، غور د غوري سلاطينو ټاټوبی او د اسلامي فرهنګ مرکز دی، خوښ یم چې د غور له مجاهد ولس سره یم.

 سرپرست وزیر د غور مجاهد او غیور ولس ته د اسلامي امارت مسولینو مسولیتونه په ګوته کړي او زیاته کړې یې ده، چې د امنیت تامین، د تعليمي او تحصيلي سیستم پياوړتيا، د قدرت جزیرو ختمول، د عدالت تطبیق، د شريعت تنفیذ، د فساد ختمول او نور مسولیتونه دي، چې د مسولینو لخوا ادا شوي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې ولس هم د اسلامي امارت پر وړاندي له اوامرو اطاعت، خپلمنځي اتفاق، پر مسولینو اعتماد او نور مسولیتونه لري.

دغه راز نوموړی د تحصیل ارزښت په اړه ویلي، غواړو عالم، شیخ، د مسجد خطیب او مجاهد له پوهنتون څخه ملاتړ وکړي او ټول په ګډه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره لاس په کار شي.