د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته سفر کړی.
عامې روغتیا وزارت د دغه څو ورځني سفر موخه د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا، د تجربو تبادله او ګډو هڅو تنظیم ښودلی دی.
یاد وزارت وایي، چې ښاغلی جلالي به له هندي چارواکو سره د لیدنې سربېره په ځینو تنظیم شویو پروګرامونو کې هم ګډون وکړي.
دغهراز نوموړی به د افغان روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، افغانستان ته د معیاري درملو واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو مواردو اړوند ناستې وکړي.

