ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دیني علما او قومي مشران: موږ هغه ملت يو چې له پيړيو راهيسې پر کانونو او خزانو د پاسه د فقر او غربت ژوند کوو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري، د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي په هغې ولسي غونډه کې ګډون کړی، چې  سمنگان مرکز او اړوند ولسواليو ګڼ شمېر ولسي وگړو او ديني عالمانو په ګډون جوړه شوې وه.

ديني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي امارت له مشرانو رهبرۍ څخه چې د خلکو ستونزې اوري او حل لارې ورته لټوي مننه کړې او ویلي يي دي، موږ هغه ملت يو چې له پيړيو راهيسې پر کانونو او خزانو د پاسه د فقر، غربت او محتاجۍ  ژوند کوو.

نوموړو زیاته کړې؛ هیله مندیو لکه څنګه چې اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په هره برخه کې کار پیل کړی دی، همداسې دې د خپلو کانونو قانوني استخراج لا غښتلی کړي او زموږ بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار زمينه مساعده کړي.

د وزارت د جرگو مرستیال د توحيد کليمې ويونکي ټول ولسونه يې د يو بل وروڼه بللي او ویلي يي دي، چې د افغانانو ترمنځ د متحد اوسېدلو ځينې نور مشترکات هم شته چې ټول يو موټی واوسي.

د سرحدونو، قومومو او قبايلو چارو سرپرست وزير ویلي؛ افغانستان خلکو د ايماندارۍ، غيرت، وقار، عزت او شجاعت په څير لوړ صفتونه درلودل ځکه الله تعالی د دين ساتلو لپاره د جهاد سپيڅلی ماموريت ته ځانګړي کړل.

ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ ملت او امارت لکه په يوه جسد کې روح او بدن داسي حيثيت لري، ملت په سختو شپو کې د مجاهدينو ملا تړلې، حق لري چې ټولې مشروع غوښتنې يې ورپوره کړي‌.