د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په ناسته کې د سرپل ولایت د ګوسفندې ولسوالۍ او شبرغان ښار د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو په طرحو بحث وشو.
یاد معاونیت زیاته کړې، په دې ناسته کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه تر څو د یادو طرحو له هر اړخیز تحلیل وروسته خپل وروستی راپور د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

