د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د قېرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو فعالول ښودلي او ویلي یې دي، چې قزاق پانګوال افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې غوښتونکي دي.
قرغېزستاني پلاوي له افغانانو سره د انسان دوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، هېواد یې چمتو دی چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسنادو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
دغه راز دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت له قرغېزستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ادارو د الکترونیکي کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول یې اړین بللي دي.

