ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هندي پانګوالو د افغانستان د درملو سکتور کې پانګونې ته چمتووالې ښودلی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هند ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د کارخونو او اتحادیو له مسولینو سره وکتل.

عامې روغتیا وزارت وایي چې دې کتنه کې افغانستان ته په مناسبه بیه د معیاري درملو د وارداتو، د درملو په برخه کې د پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي هندي پانګوال په افغانستان کې د درملو په سکتور کې پانګونې ته هڅولي او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت لومړیتوب په مناسبه بیه معیاري درملو ته د خلکو لاسرسی دی.

ورته مهال هندي پانګوالو د افغانستان د درملو په سکتور کې پانګونې او هر راز همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.