ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یو چیناني شرکت د افغانستان د کانونو د استخراج برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د هانکانګ ګروپ چینایي شرکت له رییس حای یانګ سره وکتل.

اقتصاد وزارت وایي، دې کتنه کې حای یانګ هېواد کې د بشپړ امنیت په ټینګښت د خوښۍ ښودلو سربېره په افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هانکانګ ګروپ شرکت د  افغانستان د کانونو او اوبو مدیریت برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

ورته مهال، قاري دین محمد حنیف د افغانستان په بېلابېلو سکتورنو کې پانګونې ته د هانکانګ ګروپ شرکت د لیوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.