ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسیون غونده وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.

ارګ د خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د تېلو او ګازو خپلواکې ادارې پر تشکيلاتو او د ښاروالیو د چارو انسجام ادارې پر موضوع هر اړخيز بحث او په اړه یې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.