په قزاقستان کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن، د اسلامي سازمان د خوړو مصونيت (IOFS) په غونډه کې ګډون وکړ.
مفتي محمدالرحمن د خوړو مصونيت په برخه کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو، د افغانستان پر اړتیاوو او د یاد سازمان د همکاریو پر اهميت خبرې وکړې.
یاده غونډه د اسلامي سازمان د خوړو مصونيت ډایرکټر جنرال بیریک ارین، د قزاقستان لوړپوړو چارواکو، د اسلامي هېوادونو سفیرانو او د څېړنیزو پوهنتونونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

