ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون له وزیر سره ولیدل

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي، هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت له وزیر، کیرتي وردان سینګ، سره ولیدل.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د همکاریو جلب، د ظرفیت لوړونې، د درملو اوږدمهاله تأمین او د روغتیا سکتور کې د پراختیایي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

مولوي نورجلال جلالي په دې لیدنه کې وویل چې هڅه یې د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول دي.

نوموړي همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د تجربو شریکول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې دا چاره به د چاپېریال په پاک ساتنه او د ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغېزمنه ثابته شي.

ورته مهال، د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزیر د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې هند د افغانستان د خلکو د روغتیايي امنیت ملاتړ ته ژمن دی.